د فیض اباد هوايي ډگر چاپېرېدونکي دېوال جوړولو چارې ۷۰ سلنه پر مخ تللې دي

نیټه: 1405-07-18 شنبه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له خوا د څه باندې ۲۶ مېلیونه افغانیو په ارزښت د بدخشان ولایت فیض اباد هوايي ډګر د چاپېرېدونکي دېوال او امنیتي برجونو جوړولو چارې روانې دي چې کارونه د پلان سره سم د پرمختګ په حال کې دي او دا مهال یې کارونه ۷۰ سلنه پرمخ تللي دي. یاده پروژه چې د هوایي ډګر خوندیتوب په برخه کې مهمه پروژه ګڼل کېږي، له پلي کېدو څخه یې د وزارت تخنیکي ټیم دوامداره څارنه ترسره کوي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته