نیټه: 1405-07-20 دوشنبه
د ننګرهار واټ ټرانسپورت تنظیم رئیس ملا انعام الله انعام، په مشرۍ د ټرانسپورټي شرکتونو د ستونزو حل او شته نیمګړتیاوو لرې کولو په موخه د ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره ناسته وشوه. په یاده ناسته کې د ټرانسپورټي چارو لا ښه تنظیم، د مسافرو لپاره د اسانتیاوو زیاتوالي د ټرانسپورټي خدماتو کیفیت لوړولو او په ټوله کې د ټرانسپورټي اصولو پلي کولو په اړه خبرې او د شرکتونو استازو ته لازمې سپارښتنې وشوې.