نیټه: 1405-07-21 سهشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پروژو پلي کولو رئیس فراه ولایت کې د مسافروړونکي او باروړونکي ترمینل، د یاد ولایت شیخ ابوالنصر فراهي بندر باروړونکي ترمینل او د یاد ولایت فراه رود ولسوالۍ کې د تیرپارک پروژو له روانو چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه. په دغه څارنه کې د پروژو ترسره شوې چارې وارزول شوې او د یادو پروژو د پاتې چارو د کیفیت او ټاکلي پلان سره سم بشپړېدو په اړه د پروژو پلي کوونکو شرکتونو استازو ته لازمې سپارښتنې وشوې.