ماليې له وزیر سره د ټرانسپورټي پروژو ښه پلي کېدو په موخه ناسته وشوه

نیټه: 1405-07-22 چهارشنبه

ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر الحاج ملا محمد فاضل مظلوم په خپل کاري دفتر کې، د یاد وزارت معینانو او یو شمېر رئیسانو په ګډون د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند سره د ټرانسپورټي پروژو پلي کېدو په برخه کې د لا اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه ناسته وکړه. په دغه ناسته کې د ټرانسپورټي او خدماتي پروژو پر وخت او په ښه ډول پلي کېدو، د ښاري نظم او د مسافرو د اسانتیاوو لپاره د ټرانسپورټي هډو او ترمینلو پر جوړولو، تنظیم او د دواړو وزارتونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې وشوې.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته