کندوز ولایت کې د ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره ناسته وشوه

نیټه: 1405-07-22 چهارشنبه

د کندوز واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس ملا عصمت الله الفت د ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره د ټرانسپورټي چارو طرزالعمل د لا ښه پلي کېدو په موخه ناسته ترسره کړه. په یاده ناسته کې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د طرزالعمل سره سم د ټرانسپورټي چارو تنظیم د مسافرو لپاره د اسانتیاوو زیاتوالي او د ټرانسپورټي خدماتو کیفیت لوړولو په اړه خبرې او د شرکتونو استازو ته لازمې سپارښتنې وشوې.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته