نیټه: 1405-07-23 پنجشنبه
د کندوز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لهخوا د یاد ولایت شمال مسافروړونکي ترمینل له لارې د یاد ولایت اوسېدونکو ته په ۲۴ ساعته ډول منظم او معیاري ټرانسپورټي خدمات وړاندې کېږي. په دغه ترمینل کې هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ موټر د ټرانسپورټي اصولو سره سم د یاد ولایت قلعه زال، ارچي او امام صاحب ولسوالیو په مسیرونو د مسافرو د لېږد رالېږد چارې پر مخ وړي. په دغه ترمینل کې د ټرانسپورټي چارو غوره تنظیم، شفافیت او وړاندې کېدونکي خدمات هغه څه دي چې د مسافرو خوندي او پر وخت لېږد رالېږد ته یې بشپړه زمینه برابره کړې ده.