نیټه: 1405-07-25 شنبه
د پکتیا ولایت د واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست رئیس ملا آدم بلال کوچي، د یاد ولایت حج او اوقاف ریاست رئیس او یو شمېر نورو ادارو د استازو په ګډون د یاد ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست په انګر د جومات جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه. یاد جومات چې د امیرالمومنین حفظه الله د حکم پر اساس د حج او اوقاف وزارت په مالي لګښت د ۱.۶ میلیون افغانیو په لګښت جوړیږي چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.