د پکتیا ولایت کې د مسافر وړونکو او باروړونکو موټرو لپاره نوی تم ځای وټاکل شو

نیټه: 1405-07-25 شنبه

د پکتیا واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا، د ښاري نظم او منظم ټرانسپورټي چاپېریال برابرولو په موخه د یاد ولایت بین الولایتي باروړونکو موټرو او د ګردېز- خوست مسیر مسافروړونکو موټرو لپاره د دولت زي علیم کلا ساحه کې نوی تم‌ځای وټاکل شو. دغه تم ځای چې د مسافرو د انتظار ځای، د موټرو منظم پارکېنګ او نور د اړتیا وړ سهولتونه پکې برابر شوي، د ټرانسپورټي چارو ښه تنظیم، د ښاري ګڼه‌ګوڼې کموالي او هېوادوالو ته د غوره ترانسپورټي خدماتو وړاندې کولو په برخه کې به مهم رول ولري.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته