بغلان ولایت کې د ټرانسپورټي تاسیساتو جوړولو چارې ۸۵ سلنه پرمخ تللې دي

نیټه: 1405-07-26 یکشنبه

#بغلان ولایت د ټرانسپورټي تاسیساتو پروژه  د خدماتو او سهولتونو څخه ډک  ټرانسپورټي چاپېریال
 د #ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له خوا د څه کم ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت، بغلان ولایت کې د ټرانسپورټي تاسیساتو جوړولو یوه لویه پروژه د پلي کېدو په حال کې ده چې چارې یې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي.
په دغه پروژه کې چې د یاد ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لپاره اداري ودانۍ، د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو معیاري ترمینل، دوکانونه، د اوبو رسولو شبکه او ځینې نور تاسیسات شامل دی پاتې کارونه به یې هم د پلان سره سم بشپړ شي.
د دغه پروژو بشپړېدل نه یواځې د موټرچلونکو او مسافرو لپاره اسانتیاوې برابروي، بلکې  ښاري نظم برابرولو، د ټرانسپورټي خدماتو  کیفیت لوړولو او د ټرانسپورټي چارو پرمختګ او چټکتیا په برخه کې به مهم رول ولري او دا پراختیايي پروژې د هېواد اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره هم یو ښه ګام بلل کېږي.

راپور👇

بغلان ولایت کې د ټرانسپورټي تاسیساتو جوړولو چارې ۸۵ سلنه پرمخ تللې دي - YouTube


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته