په ټول هېواد کې د څه کم ۲ زره ټرانسپورټي موټرو تخنیکي ارزونه

نیټه: 1405-07-26 یکشنبه

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت، د تخنیکي ټیمونو له لوري د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو د معیاري ڪېدو او هېوادوالو لپاره د ارام او خوندي سفر برابرولو په موخه د موټرو تخنیکي ارزونه ترسره ڪېږي، چې یوازې د تېرې اونۍ په جریان کې د ۱۸۳۱ موټرو تخنیکي ارزونه ترسره شوې ده. د موټرو تخنیکي ارزونه، چې په ټول هېواد کې په دوامداره توګه ترسره ڪېږي، د موټرو د تخنیکي اصلاح او سمونې په برخه کې یې ګټور ګام بللی شو او تر دې دمه یې ښې پایلې لرلې دي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته