نیټه: 1405-07-27 دوشنبه
د هلمند ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست له لوري د ټرانسپورټي خدمتونو د ښهوالي، د موټرو تخنیکي خوندیتوب او ټرافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د موټرو تخنیکي ارزونې بهیر په منظم ډول ترسره کېږي او تېره ورځ د هلمند-کابل ترمینل کې د ډېری موټرو تخنیکي ارزونه وشوه. د یادولو وړ ده، چې د یادې پروسې په ترڅ کې د موټرو تخنیکي وضعیت ارزول کېږي، څو ډاډ ترلاسه شي چې موټر د تګراتګ لپاره په بشپړ ډول چمتو شوي دي.