نیټه: 1405-07-29 چهارشنبه
د کابل ارغندۍ سیمه کې د ټرانسپورټي تأسیساتو لویه او بنسټیزه پروژه د پلي کېدو په حال کې ده. دا هغه مهمه پروژه ده چې د ټرانسپورټي خدماتو د روښانه راتلونکي انځور وړاندې کوي
د دغه پروژې بېلا بېلو ساختماني چارو کاري پرمختک سره هم مهاله ، نن د ترمینل د داخلي سړکونو د قیر اچولو عملي چارې هم پیل شوې.
د یاد ترمینل یوه برخه چې په بیضوي بڼه ډیزاین شوې، د دغه لوې پروژې له اساسي برخو څخه ګڼل کېږي. د جومات، رستورانت، ورکشاپونو او نورو اړینو ټرانسپورټي او خدماتي تأسیساتو د جوړولو چارې هم د پام وړ پرمختګ لري.
د دغه ترمینل په جوړېدو سره به د کابل لوېدیځ مسیر مسافروړونکو موټرو تګ راتګ او فعالیتونو لپاره منظم چاپېریال رامنځته او د مسافرو د لېږد رالېږد په برخه کې به لازمې اسانتیاوې برابرې شي .
ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ټرانسپورټي تأسیساتو بنسټیزو پروژو په پلي کولو سره هڅه کوي چې د هېواد په کچه ټرانسپورټي زېربناویې پیاوړې او د هېواد ټرانسپورټي سیستم پرمختګ ته نوی رنګ ورکړي ترڅو هېواوالو ته منظم، اغېزمن او معیاري خدمات وړاندې کړي.
راپور👇
د ارغندۍ مسافروړونکي ترمینل، د داخلي سړکونو د قیر اچولو عملي چارې پیل شوې، د دغه مهم پړاو...