نیټه: 1405-08-03 یکشنبه
د بدخشان، نیمروز او ننګرهار ولایتونو واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاستونو کې، د ټرانسپورټي عوایدو بانکي کولو سیستم د پلي کېدو او اړوندو چارو د همغږۍ په موخه د یادو ولایتونو اړوند محلي ادارو له استازو سره ناستې وشوې. په دغه ناستو کې د یاد سیستم د پلي کېدو پر څرنګوالي، د اړوندو ادارو تر منځ د همغږۍ پر پیاوړتیا او موټرچلوونکو ته د بانکي کارتونو د وېش په اړه خبرې وشوې. ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې په یادو ولایتونو کې موټرچلوونکو ته د بانکي کارتونو د وېش لړۍ پیل شي.