د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر د خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډگر د پروژو څخه څارنه وکړه

نیټه: 1405-07-30 پنج‌شنبه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر الحاج ملا محمد فاضل مظلوم، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر د ځغاستلیکې بیارغونې او هوایي ډګر د ساتنې او پاملرنې پروژو څخه لیدنه وکړه او د یادو پروژو د چارو د پرمختګ او پلي کېدو بهیر یې له نږدې وڅاره. نوموړي د لیدنې پر مهال د پروژو بېلابېلې برخې وارزولې او د چارو پر معیاري پلي کېدو، د تخنیکي اصولو پر رعایت او د هوايي ډګر د تاسیساتو د ساتنې او پاملرنې پر اهمیت یې ټینګار وکړ.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته