نیټه: 1405-08-04 دوشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري د تېرې مېزان میاشتې په ترڅ کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ۹ زره او ۴۳۳ موټرو تخنیکي ارزونه ترسره کړې ده. د دغو ارزونو موخه د موټرو تخنیکي وضعیت ډاډمنول، د ټرافیکي پېښو د مخنیوي او د ټرانسپورټي خدمتونو د خوندیتوب او معیاري کولو په برخه کې د اغېزمنو ګامونو اخیستل دي، چې تر ډېره یې ګټورې پایلې لرلې دي.