نیټه: 1405-07-30 پنجشنبه
د بلخ ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست، ولایت مقام او مستوفیت د مسؤلینو تر منځ د ټرانسپورټي عوایدو بانکي کولو سیستم د پلي کېدو او اړوندو چارو د همغږۍ په موخه ناسته وشوه. په دې ناسته کې د یاد سیستم د پلي کېدو پر څرنګوالي، د اړوندو ادارو تر منځ د همغږۍ پر پیاوړتیا او موټرچلوونکو ته د بانکي کارتونو د وېش په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه. ټاکل شوې ده، راتلونکې اونۍ په بلخ ولایت کې موټرچلوونکو ته د بانکي کارتونو د وېش لړۍ پیل شي، تر څو د ټرانسپورټي حقالخدمت راټولولو چارې د برېښنایي سیستم له لارې ترسره شي.