نیټه: 1405-08-04 دوشنبه
د نیمروز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا، د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد چټکتیا، موټرچلوونکو او سوداګرو ته د لااسانتیاوو برابرولو په موخه یاد ولایت کې له ایران سره په ګډه پوله د ورېښمو پل، زرنج ټرانسپورټي بندر خدمات ۲۴ ساعته شول. چې له دې وروسته به مسافروړونکي او باروړونکي موټر د دغه بندر له لارې په ۲۴ ساعته ډول تګ راتګ کوي.