د ټرانسپورټي حق الخدمت بانکي کولو خبرتیا !

نیټه: 1405-08-05 سه‌شنبه

د موټر چلوونکو د پام وړ

ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت په ټول هېواد کې د ټرانسپورتي حق الخدمت د برېښنايي کولو سیستم پلي کوي او په ټولو ولايتونو کې موټر چلوونکو ته د بانکي کارتونو د وېش لړۍ روانه ده.
له ټولو درنو موټر چلوونکو غوښتنه کېږي، چې د خپلو بانکي کارتونو د ترلاسه کولو لپاره د اړوندو ولايتونو د واټ ټرانسپورټ تنظيم رياستونو آمریتونو ته مراجعه وکړي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته