نیټه: 1405-08-05 سهشنبه
د ننګرهار واټ ترانسپورټ تنظیم رئیس ملا انعام الله انعام په مشرۍ د ښاري ګڼېګوڼې مخنیوي، د ښاري نظم پیاوړتیا او د یوه منظم ټرانسپورټي چاپېریال برابرولو په موخه د یاد ولایت ټرافیکو مدیریت له مسؤلینو سره ناسته وشوه. په یاده ناسته کې د ټرافیکي ګڼېګوڼې د لاملونو ارزونې، د وسایطو د تګ راتګ ښه تنظیم، د غیر اصولي لېږدوونکو وسایطو د فعالیت او د ښاري نظم پیاوړتیا لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او مناسبو لارو چارو موندلو په اړه خبرې وشوې.