نیټه: 1405-08-05 سهشنبه
د بدخشان په څېر لرې او غرنیو سیمو کې د ټرانسپورټي زېربناوو پراختیا د تګ راتګ د اسانتیاوو برابرولو، د ترانسپورټي فعالیتونو ښه والي او د ښاري نظم په رامنځته کولو کې مهم ارزښت لري.
د همدې موخې لپاره د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له خوا بدخشان ولایت کې د ۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټرانسپورټي تاسیساتو جوړولو لویه پروژه ترکار لاندې ده، چې کارونه یې شاوخوا ۷۵ سلنه پرمخ تللي دي.
د پروژې له کاري پرمختګ سره هممهاله، د روانو چارو څخه منظمه څارنه ترسره کېږي، ترڅو پاتې چارې د ټاکل شوو معیارونو له مخې بشپړې او په ټاکلي وخت ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغه پروژې په بشپړېدو سره به یاد ولایت کې د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو لپاره مناسب او معیاري چاپېریال برابر شي، د ټرانسپورټي فعالیتونو تنظیم به اسانه او دسیمې خلکو د تګ راتګ په برخه کې به لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.
ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ټرانسپورټي خدمتونو پراختیا او معیاري کولو په موخه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورته زېربنايي پروژو چارې پر مخ وړي چې په بشپړېدو سره به یې د عامه خدمتونو ښهوالي، د ټرانسپورټي فعالیتونو لا ښه تنظیم او د زېربناو پیاوړتیا په برخو کې مهم بدلون رامنځته شي.
ویډیو ⬇️
بدخشان ولایت کې د ۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټرانسپورټي تاسیساتو جوړولو پروژې کارونه شاوخوا...