نیټه: 1405-08-06 چهارشنبه
د هلمند واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست کې د یاد ولایت کنټرولي بندرونو، هډو او ترمینلونو له کارکوونکو سره د ټرانسپورټي چارو لا تنظیم په موخه ناسته وشوه. په دغه ناسته کې د ټرانسپورټي نظم د پیاوړتیا، شفافیت، د خدماتو ښه والي او نورو اړوند موضوعاتو په اړه کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وشوې.