نیټه: 1405-08-07 پنجشنبه
د ټرانسپورټي حقالخدمت په #برېښنايي کولو سره د #شفافیت پیاوړتیا؛ هغه مهم اقدام چې د هېواد #ټرانسپورټي سیستم له ډیجیټلي نړۍ سره نښلوي او د اقتصادي ودې په لور مهم ګام بلل کېږي
ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په یوه نوي ګام سره، په ټولو ولایتونو کې د ټرانسپورټي حقالخدمت د ورکړې او راټولولو بهیر د بانکي کولو لړۍ پیل کړې ده، تر څو د عوایدو په راټولولو کې روڼتیا، چټکتیا او اسانتیا رامنځته او د هېواد ټرانسپورټي سیستم له ډیجیټلي نړۍ سره ونښلول شي.
همدا مهال د ولایتونو واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاستونو او آمریتونو له خوا د یاد سیستم پلي کېدو په موخه، موټرچلوونکو ته د بانکي کارتونو د وېش لړۍ هم پیل شوې ده، چې په دې سره به د ټرانسپورټي حقالخدمت د راټولولو بهیر لا شفاف، چټک او منظم شي.
د یادونې وړ ده، چې ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت تېر کال هم د #کابل_ښار په ټولو مسافروړونکو او باروړونکو ترمینلونو او هډو کې د ټرانسپورټي حقالخدمت راټولولو برېښنايي سیستم پلی کړی و، چې اغېزمنې پایلې یې درلودې.
د دغه سیستم په پلي کېدو سره به د ټرانسپورټي حقالخدمت راټولولو پروسه په بشپړ ډول برېښنايي شي، چې ورسره به شفافیت، د موټرچلوونکو لپاره اسانتیا او د ټرانسپورټي چارو په تنظیم کې اغېزمن بدلون رامنځته شي.
راپور👇
د هېواد ټرانسپورټي سیستم په تنظیم او پرمختګ کې اغېزمن بدلون، د ټرانسپورټي حقالخدمت برېښنايي کول