نیټه: 1405-08-09 شنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر الحاج ملا محمد فاضل مظلوم، د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداءمحمد ندیم، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مالي او اداري معین حافظ صدیق الله عابد، د پولي تخنیک پوهنتون رئیس، استادانو او مسلکي انجنیرانو د کابل ولایت ارغندۍ مسافروړونکي ترمینل پروژې له روانو چارو څخه لیدنه وکړه. د لیدنې پر مهال یادو چارواکو، استادانو او انجنیرانو د ترمینل له بېلابېلو برخو لیدنه او څارنه وکړه او د یادې پروژې د چارو بهیر یې له نږدې وارزاوه. د دې لیدنې موخه د ترمینل د چارو ارزونه، د ترسره شویو فعالیتونو څارنه او د پروژې د تخنیکي او مسلکي اړخونو په تړاو د اړوندو مسلڪي ڪادرونو او متخصصینو نظرونه ترلاسه کول وو.