نیټه: 1405-08-09 شنبه
د واټ ټرانسپورټ معین الحاج ملا عبدالسلام حیدري، مالي او اداري معین حافظ صدیق الله عابد او یو شمېر رئیسانو په حضور کې د کارکوونکو چارو ریاست لخوا، د واټ ټرانسپورټ ولایتي مسئولینو ته شپږ ورځنۍ ښوونیز سمینار پیل شو. په دغه ښوونیز پروګرام کې به ګډونوالو ته د واټ ټرانسپورټ مدیریت، نړیوال او عامه ټرانسپوټ، املاکو، مالي او اداري، د بېلابېلو طرزالعملونو او طرحو، د الکترونیکي سیستمونو او نورو اړوند موضوعاتو په اړه نظري او عملي زده کړې ورکړل شي.