بدخشان ولایت کې د ټرانسپورټي نظم او خدماتو منظم بهیر

نیټه: 1405-08-11 دوشنبه

د بدخشان ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست د ۷ ټرانسپورټي هډو او درېیو کنټرولي بندرونو له لارې د ټرانسپورټي فعالیتونو چارې تنظیموي چې د یاد ولایت اوسېدونکو ته یې د تګ راتګ په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرکړې دي. په دغه ولایت کې څه باندې دوه زره مسافروړونکي موټر شاوخوا ۲۲ مسیرونو باندې فعالیت کوي چې د ولایت مرکز او ولسوالیو او همدا ډول نورو ولایتونو ترمنځ د مسافرو د لېږد رالېږد چارې پر مخ وړي. ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هڅه کوي چې د ټرانسپورټي خدمتونو پراختیا، د شته امکاناتو اغېزمن مدیریت او د ټرانسپورټي سیستم پیاوړتیا له لارې د هېواد په ټولو سیمو کې خلکو ته د لاسرسي وړ، منظم او باوري خدمات وړاندې کړي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته