فراه ولایت کې د ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره ناسته وشوه

نیټه: 1405-08-12 سه‌شنبه

د فراه واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست مسئولینو د فراه – کابل مسافروړونکي ترمینل ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره د ټرانسپورټي چارو لا تنظیم، هېوادوالو ته په یاده برخه کې د سهولتونو برابرولو او خدماتو لا معیاري کېدو په موخه ناسته وکړه. په دغه ناسته کې د ټرانسپورټي شرکتونو استازو ته د ټرانسپورټي اصولو ښه پلي کولو، د مسافروړونکو موټرو معیاري کولو او د ترمینل کاروونکو ته د ټرانسپورټي چارو لا ښه تنظیم په اړه اړینې سپارښتنې وشوې.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته