نیټه: 1405-08-12 سهشنبه
د تخار ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لهخوا د تخار – کابل مسیر کوچنیو موټرومسافروړونکي ترمینل له لارې د دغه ولایت اوسېدونکو ته په ۲۴ ساعته ډول منظم او معیاري ټرانسپورټي خدمات وړاندې کېږي. په دغه ترمینل کې هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ موټر د ټرانسپورټي اصولو سره سم د تخار – کابل، کندوز، بلخ او بغلان په مسیرونو د مسافرو د لېږد رالېږد چارې پر مخ وړي. د یادولو وړ ده چې په یاد ولایت کې په دغه ترمینل سربېره درې نورمسافروړونکي ترمینلونه هم فعالیت لري چې د ټرانسپورټي چارو غوره تنظیم، شفافیت او وړاندې کېدونکو خدماتو له لارې یې د مسافرو خوندي او پر وخت لېږد رالېږد ته یې بشپړه زمینه برابره کړې ده.