د کندوز ولایت ټرانسپورټي چارو نظم او پرمختګ

نیټه: 1405-08-13 چهارشنبه

د کندوز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست له‌خوا د یاد ولایت شمال مسافروړونکي ترمینل له لارې د دغه ولایت اوسېدونکو ته په ۲۴ ساعته ډول منظم او معیاري ټرانسپورټي خدمات وړاندې کېږي. په دغه ترمینل کې هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ موټر د ټرانسپورټي اصولو سره سم د یاد ولایت قلعه زال، ارچي او امام صاحب ولسوالیو په مسیرونو د مسافرو د لېږد رالېږد چارې پر مخ وړي.
په یاد ولایت کې د شمال ترمینل سربېره د کندوز ـ کابل او کندوزـ تخار مسافروړونکو ترمینلونو کې هم کې د ټرانسپورټي چارو غوره تنظیم، شفافیت او وړاندې کېدونکي خدمات هغه څه دي چې د مسافرو خوندي او پر وخت لېږد رالېږد ته یې بشپړه زمینه برابره کړې ده
د دغه ترمینلونو فعالیت د یاد ولایت اوسېدونکو ته د تګ راتګ لپاره د اسانتیاوو او ټرانسپورټي خدماتو وړاندې کولو سربېره، د کندوز له مرکز سره د ګڼو سیمو د ټرانسپورټي اړیکو په ټینګښت کې هم مهمه ونډه لري.
په ورته وخت کې د یاد ولایت واټ ترانسپورټ تنظیم ریاست هڅه کوي چې شته ټرانسپورټي نظم لا پیاوړی، خدمات لا معیاري او د مسافرو او موټر چلوونکو لپاره اسانتیاوې لا زیاتې کړې.
د ټرانسپورټي اصولو پلي کېدل او د ترمینلونو منظم فعالیت په یاد ولایت کې د عامه ټرانسپورټ د چارو ښه والي او معیاري کېدو لپارغوره زمینه برابره کړې ده. همدا ډول د اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو د پراختیا ترڅنګ یې د مرکز او ولسوالیو ترمنځ د ټرانسپورټي اړیکو د پیاوړتیا لپاره هم اغېزمن رول لوبولی دی.

راپور ⬇️

د کندوز ولایت ټرانسپورټي چارو نظم او پرمختګ

 


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته