نیټه: 1405-08-13 چهارشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د هلمند واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست انګړ کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت، د اداري ودانۍ لنډ سکېپ، پارکېنګ، شنو ساحو، بیرغ او فوارې د جوړولو چارې پیل شوې. یاده پروژه چې ښایې چارې یې په ۲ میاشتو کې بشپړې شي، د کاري چاپېریال ښه والي، کارکوونکو او مراجعینو ته د تګ راتګ او د لېږدوونکو وسایطو د پارکېنګ لپاره د مناسبو اسانتیاوو برابرولو په موخه پلي کېږي.