د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر هلمند ولایت کې د ټرانسپورټي چارو څخه څارنه وکړه

نیټه: 1405-08-14 پنج‌شنبه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر الحاج ملا محمد فاضل مظلوم هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست او لښکرګاه هوايي ډګر د ټرانسپورټي چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه. په یاده څارنه کې د ځمکني او هوايي ټرانسپورټ مسؤولینو سره د چارو په اړه ناستې وشوې. د دوی ستونزې او غوښتنې واورېدل شوې، د روانو فعالیتونو ارزونه وشوه او د چارو لا ښه تنظیم او پرمختګ په موخه اړوند مسئولینو ته لازمې لارښوونې هم وشوې.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته