نیټه: 1405-08-17 یکشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر، الحاج ملا محمد فاضل مظلوم، نن (شنبه، د لړم ۱۶مه) د هېواد د ۳۴ ولایتونو د واټ ټرانسپورټ تنظیم له مسئولینو سره په لیدنه کې د هغوي کړنو او لاستهراوړنو ستاینه وکړه. نوموړي ټینګار وکړ، چې مسئولین باید د اخلاص، صداقت او مسئولیتپالنې له مخې د خلکو غوره خدمت او د ټرانسپورټي اسانتیاوو د برابرولو لپاره هڅې وکړي. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر په دې لیدنه کې د چارو د بهیر د ښهوالي، د ټرانسپورټي خدمتونو د کیفیت لوړولو، د برېښنايي سیسټم له لارې د عوایدو د شفافې راټولونې او د موټرچلوونکو او ټرانسپورټي شرکتونو د ستونزو د حل په موخه اړوندو مسئولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.