ننگرهار او غزني کې د موټرو لایزري څراغونو مخنیوي او کرايې لایحې په تړاو څارنه وشوه

نیټه: 1405-08-21 پنج‌شنبه

د ننګرهار او غزني ولایتونو د واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاستونو له لوري د ټرانسپورټي اصولو، د موټرو د کرایې لایحې پلي کېدو او د لایزري څراغونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه. د دغو څارنو موخه د ټرانسپورټي اصولو د ښه پلي ڪېدو ډاډ ترلاسه کول، د ټاکل شوې کرایې رعایت، د اصولو خلاف څراغونو مخنیوی او د ټرانسپورټي خدمتونو د نظم او خوندیتوب پیاوړتیا ده. د یادولو وړ ده، چې د څارنو پر مهال موټرچلوونکو ته د لایزري څراغونو د ستونزو به اړه هم معلومات ورکړل شول.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته