د هرات ولایت مسافر وړونکي ترمینل د جوړولو چارې نږدې ۶۰ سلنه پر مخ تللې دي

نیټه: 1405-08-23 شنبه

د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ کې د مسافروړونکي او ټرانزیټي ترمینل د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. دا مهال د ترمینل داخلي سړکونو، چاپېرېدونکي دېوال، عمومي ترمینل، جومات، د تېلو پمپ او د پروژې بېلا بېلو نورو ودانيزو برخو کارونه د پلان سره سم پرمخ روان دي. یاده پروژه چې د شاوخوا یو میلیارد او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت د عامه او خصوصي مشارکت له لارې پلې کېږي، په بشپړېدو سره به يې مسافرو او موټرچلوونکو ته لازمې اسانتياوې رامنځته شي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته