تخار کې د ۴ لویو هډو له لارې په ۱۸ مسیرونو کې هېوادوالو ته منظم خدمات وړاندې کېږي

نیټه: 1405-08-24 یکشنبه

په تخار ولایت کې د ۴ لویو ټرانسپورټي هډو له لارې، په ۱۸ مسیرونو کې هېوادوالو ته منظم خدمات وړاندې کېږي. دغه مسیرونه تخار له کابل، کندوز، بغلان، بلخ، بدخشان او یو شمېر ولسوالیو سره نښلوي، چې شاوخوا ۲ زره مسافروړونکي موټر پکې د ټاکل شویو اصولو سره سم د مسافرو د لېږد رالېږد چارې پرمخ وړي. د یاد ولایت د واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست د ټرانسپورټي فعالیتونو د لا ښه تنظیم، د خدماتو کیفیت لوړولو او مسافرو ته د اړینو اسانتیاوو برابرولو په موخه هڅې کوي، ترڅو د یو منظم ټرانسپورټي سیستم له لارې د خلکو د تګ راتګ اړتیاوې پر وخت او په ښه ډول پوره شي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته