د جي پي اېس سیسټم د خدماتو کیفیت لوړولو په موخه ناسته وشوه

نیټه: 1405-08-27 چهارشنبه

د تخنيکى خدمتونو او خوندیتوب رئیس مولوي حفيظ الله حلیمي په مشرۍ د خوندیتوب، جي‌ پي‌ اېس او یو شمېر تخنیکي کارپوهانو په ګډون د رادار تکنالوژۍ شرکت له استازو سره د جي‌ پي‌ اس سیسټم د خدماتو د کچې لوړولو په موخه ناسته وشوه. په یاده ناسته کې د جي‌ پي‌ اېس سیسټم څرنګوالي، تخنیکي اړخونو، د تجربو لېږد او د ستونزو حل په تړاو خبرې او د اړوند شرکت استازو ته د معیاري خدماتو وړاندې کولو په اړه سپارښتنې وشوې.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته