د اونۍ مهم فعالیتونه

نیټه: 1405-08-28 پنج‌شنبه

د اونۍ مهم فعالیتونه: 
 
له ایراني چارواکو سره د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو پراختیا په موخه ناسته وشوه.
د نیمروز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس مولوي ګلاب مدني په مشرۍ، د  یاد ولایت محلي ادارو، د استازو په ګډون د زرنج بندر( ورېښمو پل) ساحه کې له ایراني چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ، د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو  پراختیا په موخه ناسته وشوه.
په دغه ناسته کې، د ورېښمو پل له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي وسایطو فعالیت، د مسافرو او سوداګریزو توکو خوندي لېږد را لېږد او په یاده برخه کې د لا اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې او د ګډې همکارۍ پر دوام ټینګار وشو.
/////////////////////
د لېږدوونکو وسایطو د شاسي حک کولو پروسې د پیل په موخه له یوه خصوصي شرکت سره تفاهم نامه لاسلیک شوه.
ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د لېږد وونکو وسایطو د باډۍ او شاسي د بدلون د طرزالعمل د حکم په اساس د لېږدوونکو وسایطو د شاسي حک کولو پروسې د پلي کېدو په موخه له انځور ساختماني شرکت سره تفاهم نامه لاسلیک کړه.
د دغه تفاهم نامې له مخې به پر هغو وسایطو د شاسي پېژندنې شمېره حک شي چې په باډۍ یا شاسي کې یې بدلون راغلی وي، ترڅو د یادو وسایطو هویت په کره توګه تثبیت او د هغوی د پېژندنې په برخه کې شته ستونزې حل شي.
/////////////////////
ننګرهار کې موټرچلوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د ننګرهار ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست  لخوا ، د یاد ولایت باروړونکي ترمینل کې د ټرانسپورټي اصولو پلي کولو، د وسایطو تخنیکي خوندیتوب او  د برېښنايي سیسټمونو پلي کولو په اړه  موټر چلوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.
/////////////////////
په کندوز  او تخار ولایتونو کې په ټکسي موټرو د جي‌پي‌اېس آلو د نصب لړۍ پیل شوه.
د کندوز  او تخار ولایتونو  واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاستونو د مسافرو د خوندیتوب او د ټرانسپورټي وسایطو د فعالیتونو د لا ښې څارنې په موخه، د یادو ولایتونو په ښاري او اطرافي ټکسي موټرو کې د جي‌پي‌اېس (GPS)آلو د نصب لړۍ پیل کړې ده.
د دې چارې په پلي کېدو سره به د ټرانسپورټي وسایطو د فعالیتونو څارنه لا اغېزمنه، د مسافرو خوندیتوب ته پاملرنه زیاته او د ټرانسپورټي چارو د تنظیم بهیر لا پیاوړی شي.
/////////////////////
د هرات ولایت مسافربري ترمینل د جوړولو چارې نږدې۶۰ سلنه پرمخ تللې دي
د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د مسافربرۍ او ټرانزیټي ترمینل د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. دا مهال د ترمینل داخلي سړکونو، چاپېرېدونکي دیوال، عمومي ترمینل، جومات او د پروژې بېلا بېلو نورو ساختماني برخو کارونه د پلان سره سم پرمخ روان دي.
یاده پروژه د څه کم ۲۱ میلیونه ډالرو په ارزښت د عامه او خصوصي مشارکت له لارې پلې کېږي، په بشپړېدو سره به یې یو معیاري ټرانسپورټي چاپېریال رامنځته شي چې د مسافرو او وسایطو د تګ راتګ د اسانتیا او د ټرانسپورټي زیربناوو د پیاوړتیا په برخه کې به هم مهم رول ولوبوي.‎
/////////////////////
کابل نړیوال هوايي ډګر کې د انتظار ځای جوړولو چارې په بشپړېدو دي.
کابل نړیوال هوایي ډګر کې د ۳۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د مسافرو لپاره د معیاري انتظار ځای جوړولو چارې په بشپړېدو دي. 
یاده ودانۍ چې په درېیو پړاوونو کې په اساسي توګه جوړه شوې، د هوايي ډګر د خدماتو په پراختیا کې به مهم رول ولوبوي او  په بشپړېدو سره به یې مسافر له بېلابېلو معیاري او عصري اسانتیاوو برخمن شي.
/////////////////////
آریانا افغان هوايي شرکت دوبۍ او جدې ته مستقیمې الوتنې پیلوي.
 ټاکل شوې آریانا افغان هوايي شرکت د روان لمریز کال د قوس میاشتې په لومړۍ نېټه د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر څخه دوبۍ ته او د همدې میاشتې په څلورمه نېټه د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر څخه د جدې ښار پر لور مستقیمې الوتنې پیل ڪړي.
د دغو مستقیمو الوتنو په پیل سره به د مسافرو تګ راتګ لا اسانه او چټک شي. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هڅه کوي، چې د نړیوالو هوايي ډګرونو د معیاري اسانتیاوو په برابرولو سره د کورنیو او نړیوالو هوايي شرکتونو لپاره د فعالیت زمینه لا پراخه کړي.

راپور ⬇️

د اونۍ مهم فعالیتونه


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته