نیټه: 1405-09-03 سهشنبه
د کندوز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا، د یاد ولایت باروړونکي او امام صاحب ولسوالۍ مسافروړونکي ترمینلونو کې د لېږدوونکو وسایطو د فعالیتونو د څارنې او کنټرول ترڅنګ، د ټرانسپورټي شرکتونو استازو او موټرچلوونکو ته د برېښنايي سیسټمونو د کارونې، په موټرو کې د جيپياېس الو د نصب او د ټرانسپورټي حقالخدمت د برېښنايي کولو په موخه د بانکي کارتونو د ترلاسه کولو په اړه لارښوونې وشوې.