نیټه: 1405-09-04 چهارشنبه
د قندهار ولایت واټ ترانسپورټ تنظیم رئیس مولوي محمد آدم مسلم د یاد ولایت دامان ولسوالۍ مسافروړونکي ترمینل پروژې له روانو ساختماني چارو څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه چې د پروژې پاتې چارې په دقت او ښه کیفیت بشپړې کړي تر څو ترمینل په ټاکلي وخت ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادولو وړ ده چې دا مهال د دغه ترمینل د جوړولو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې چارې یې د پلان سره سمې پرمخ روانې دي.