نیټه: 1405-09-05 پنجشنبه
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت دویمي واحدونو د جي پي اېس او تخنیکي خدمتونو او خوندیتوب برخو کارکوونکو ته د جي پي اېس سیستم او موټرو تخنیکي ارزونې په اړه پیل شوی ۶ ورځنی ښوونیز سمینار پای ته ورسېد. په دغه سمینار کې ګډونوالو ته په لیږدوونکو وسایطو کې د جیپياېس سیستم نصبولو، د یاد سیستم پېژندنې او نوي پلټفارم، د موټرو تخنیکي کنټرول، تخنیکي ارزونې، د وسایطو د شاسي او باډۍ د بدلون طرزالعمل، د رونډ نوبت کړنلارې او نورو اړوند موضوعاتو په اړه نظري او عملي زده کړې ورکړل شوې.