نیټه: 1405-09-07 شنبه
د هلمند ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لهخوا، د لښکرګاه باروړونکي ترمینل موټرچلوونکو ته د بار اپلېکیشن د کارونې، د بارونو د ثبت او ترلاسه کولو د څرنګوالي او د دغه سیستم له لارې د ټرانسپورټي چارو د تنظیم په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو. په دغه پروګرام کې د یاد اپلېکیشن عملي کارونې بېلابېلې برخې ګډونوالو ته تشریح شوې او ښايي په نږدې راتلونکو ورځو کې، د یاد ولایت باروړونکو ټرانسپورټي شرکتونو استازو ته هم د دغه اپلېکیشن په اړه ښوونېز سمینار او پوهاوی ورکړل شي.