خبرتیا

نیټه: 1405-07-26 یکشنبه

د کابل نړيوال هوايي ډگر ریاست د هغو مسافرو د اسانتيا لپاره چې د سفر پر مهال يې توکي په هوايي ډگر کې پاتې شوي، ورک شوي او يا په هوايي ډگر کې موندل شوي وي، د يادو توكو د ثبت موندلو او بېرته ترلاسه کولو په موخه انلاین فورم جوړ کړى دى. د وركو شويو توكو شخص که په هر ځای کې وي، د ياد انلاین فورم له لاري كولى شي د خپلو پاتې شويو يا ورک شویو توکو اړوند معلومات او مشخصات ثبت کړي او د دې تر څنگ د اړتيا په صورت کې په حضوري ډول هم خپل معلومات وړاندي كولى شي، ترڅو د کابل نړيوال هوايي ډگر ریاست د ثبت شويو معلوماتو پر بنسټ موضوع وڅبړي او د اړوندو اصولو او اجراآتو له بشپړېدو وروسته موندل شوي توکي خپلو مالکانو ته وسپاري.

له ټولو مسافرو څخه غوښتنه کېږي، چې د خپلو پاتې شويو يا ورک شويو توكو د ثبت او تعقيب لپاره له دغه انلاین فورم څخه گټه واخلي.

لینک ⬇️

Lost & Found | Kabul International Airport | Kabul International Airport


اعلان شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته