خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل!
خبرداری
د اعتبار موده: د ۱۴۰۵ کال د تلې ۲ نېټې پورې
په لاندې ولايتونو کې تیز باران ، تالنده برېښنا نسبتاً تیز و بادونو خاورو دوړو او سېلابونو پېښېدو اټکل:
به بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، ننگرهار او خوست ولايتونو کې چې د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له (۱۰) څخه تر (۳۵) ملي متره پوري اټکل کيږي.
همدارنگه په مرکزي ولايتونو کې د نسبتاً تیز و بادونو خاورو او دوړو پیښیدو اټکل شته چې د سرعت کچه يې په بېلا بېلو سيمو کې له (۵۰) څخه تر (۷۰) کیلو متره په ساعت کې اټکل کېږي.
هشدار
مدت اعتبار : ۲ میزان سال ۱۴۰۵ خورشیدی
احتمال وقوع باران شدید رعد و برق بادهای نسبتاً شدید همراه با گرد و خاک و سیلابهای انی در ولایات ذیل پیش بینی میگردد
در ولایت های بدخشان، تخار، نورستان، کنر، ننگرهار و خوست که مقدار باران در نقاط مختلف بین (۱۰ الی ۳۵ ) ملی متر پیش بینی میگردد.
همچنان در ولایت های مرکزی احتمال وقوع بادهای نسبتاً شدید همراه با گرد و خاک وجود دارد که سرعت آن در نقاط مختلف بین (۵۰) الى (۷۰) کیلو متر در ساعت پیش بینی میگردد.
WARNING
Validity time: 24 September 2026
Possibility of Heavy Rain, Thunderstorms, Relatively Strong Winds with Blowing Dust and Flash Flood for the following provinces:
Badakhshan, Nuristan, Takhar, Kunar, Nangarhar and Khost Provinces the amount of rainfall is between (10 up to 35) mm in different area.
In the Central Provinces possibility of Relatively Strong Wind With Blowing Dust the amount of Wind speed will be between (50 up to 70) Km/h in different eara.
نیټه: 2026-09-24
د کندوز - کابل مسافر وړونکي ترمینل نظم، خدمات او د سفر اسانتیاوې
د کندوز ـ کابل مسافروړونکي ترمینل کې شاوخوا ۱۳۰۰ بېلابېل ټرانسپورټي موټر د ټاکل شویو اصولو او معیارونو سره سم فعالیت لري، چې په ورځني ډول شاوخوا ۳۵۰ موټر د کندوز - کابل، بلخ، بغلان او د یاد ولایت چهار درې ولسوالۍ په مسیرونو سلګونه مسافر لېږدوي. دغه ترمینل چې د یاد ولایت اوسېدونکو ته د تګ راتګ لپاره د اسانتیاوو او ټرانسپورټي خدماتو وړاندې کولو په برخه کې مهم رول لري. د یاد ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست هڅه کوي، چې شته ټرانسپورټي نظم لا پیاوړی، خدمات لا معیاري او د مسافرو او موټرچلوونکو لپاره اسانتیاوې لا زیاتې کړي.
نیټه: 2026-09-24
بغلان ولایت کې ټرانسپورټي خدمات
بغلان ولایت ۴ لویې هډې، ۱۱ ټرانسپورټي مسیرونه او هېوادوالو ته د منظم او معیاري ټرانسپورټي خدماتو وړاندې کولو روان بهیر
په بغلان ولایت کې د هېوادوالو د تګ راتګ اړتیاوو پوره کولو او په یاده برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په موخه، د ټرانسپورټي خدماتو لا ښه تنظیم هڅې روانې دي.
د یاد ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا د یاد ولایت اوسېدونکو ته د ۴ لویو هډو له لارې په ۱۱ بېلابېلو مسیرونو باندې منظم ټرانسپورټي خدمات وړاندې کېږي.
په دغه ټرانسپورټي هدو کې بغلان - کابل، بغلان- بلخ، بغلان کندوز او مرکزي بغلان هډې شاملې دي چې لېږدونکي موټر یې د ټاکل شویو اصولو سره سم فعالیت لري او د مسافرو د لېږد رالېږد بهیر په منظم ډول ترسره کېږي.
د ټرانسپورټي چارو ښه تنظیم ترڅنګ، د مسافر وړونکو موټرو وضعیت او د ټرانسپورټي اصولو پلي کول هم تر پاملرنې لاندې دي، ترڅو هېوادوالو ته مناسب او معیاري خدمات وړاندې شي.
په ټرانسپورټي هډو کې رامنځته شوی نظم، د موټرو منظم فعالیت او شته اسانتیاوې د مسافرو خوندي تګ راتګ او د ټرانسپورټي خدماتو کیفیت لوړولو ته لارې پرانیستلې دي
په ټرانسپورټي هډو کې د نظم ټینګښت، د موټرو د فعالیت څارنه او د ټاکلو اصولو پلي کول هغه مهم اقدامات دي چې د مسافرو خوندي تګ راتګ زمینه برابروي. ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت هڅه کوي چې د موجودو اسانتیاوو ترڅنګ، د ټرانسپورټي خدمتونو کچه لا لوړه او د هېوادوالو د اړتیاوو سره سم لا اغېزمن خدمات وړاندې شي.
راپور👇
نیټه: 2026-09-24
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت په انګړ کې د ۴۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې نوې پروژې پیل
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په انګړ کې د ۴۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې درې پوړیزه ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.
یاده درې پوړیزه ودانۍ چې د آرشیف خونه، د غونډو تالار او ډېپو پکې شامل دي، کارونه به یې د یو کال په موخه کې بشپړ شي.
یاده ودانۍ چې په ۹۰ متره مربع ځمکه باندې جوړيېږي، په بشپړېدو سره د به یی د وزارت د اسنادو خوندي ساتنې، غونډو تنظیم او اړینو توکو ذخیره کولو په برخه کې مهمې اسانتیاوې رامنځته شي.
ویډیو👇
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت په انګړ کې د ۴۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې نوې پروژې پیل
نیټه: 2026-09-23