خبرونه

بغلان ولایت کې د ۴ لویو هډو له لارې منظم ټرانسپورټي خدمات وړاندې کېږي

د بغلان ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا د یاد ولایت اوسېدونکو ته د ۴ لویو هډو له لارې په ۱۱ بېلابېلو مسیرونو باندې منظم ټرانسپورټي خدمات وړاندې کېږي په دغه ټرانسپورټي هډو کې لېږدوونکي موټر د ټاکل شویو اصولو سره سم فعالیت لري او د مسافرو د لېږد رالېږد بهیر په منظم ډول ترسره کېږي. د ټرانسپورټي چارو د ښه تنظیم ترڅنګ، د مسافروړونکو موټرو وضعیت او د ټرانسپورټي اصولو پلي کول هم تر پاملرنې لاندې دي، تر څو هېوادوالو ته مناسب او معیاري خدمات وړاندې شي.

نیټه: 2026-09-23


ننگرهار ولایت کې د ټرانسپورټي چارو له ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس ملا انعام الله انعام د یاد ولایت ټرانسپورټي ترمینلونو او کنټرولي بندرونو له آمرینو او مدیرانو سره د ټرانسپورټي چارو د لا ښه تنظیم او مسافرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کېدو په پار ناسته وکړه او د اړوند برخو مسئولینو ته د منظور شویو ټرانسپورټي طرزالعملونو ښه پلي کېدو په تړاو اړینې لارښوونې وشوې.

نیټه: 2026-09-23


تېره میاشت یوازې هلمند کې د ۷۲۰ موټرو تخنیکي ارزونه شوې

د هلمند ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست تخنیڪي ټیم لخوا، د یاد ولایت باروړونکو او مسافروړونکو موټرو د تخنیکي کنټرول پروسه په منظم ډول دوام لري، چې تېره( وږي) میاشت کې د ۷۲۰ بېلابېل ډول موټرو هر اړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره شوې ده. د یادونې وړ ده، چې د موټرو تخنیکې ارزونې سره، ډیری موټر له ټرانسپورټي اصولو سره برابر شوي دي.

نیټه: 2026-09-23


په فراه کې د شاوخوا ۳۰۰ مسافر وړونکو موټرو څارنه وشوه

د فراه ولایت د واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست د انسجام برخې کارکوونکو له لوري د ټرانسپورټي چارو د لا ښه تنظیم په موخه د شاوخوا ۳۰۰ مسافروړونکو موټرو څارنه ترسره شوه. د څارنې پر مهال موټرچلوونکو ته سپارښتنې وشوې، تر څو د مسافرو د خوندیتوب او هوساینې لپاره لازم تدابیر په پام کې ونیسي او ټرانسپورټي اصولو ته جدي پاملرنه وکړي.

نیټه: 2026-09-22