خبرونه

د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ د ځمکني ټرانسپورټ درې ‌اړخیزه دهلېز جوړېږي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ځمکني ټرانسپورټ قوانینو او معاهداتو رئیس، یارمحمد رمضان، د یوه پلاوي په مشرۍ د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ په درې‌اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ. یاده غونډه چې د ایران مشهد ښار کې جوړه شوې وه، د ځمکني ټرانسپورټ په برخه کې د همکاریو پراختیا او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې. یاده غونډه چې د درې واړه هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي همکاریو د پراختیا او د ټرانسپورټي اړیکو د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې وه په ترڅ کې یې هوکړه وشوه ترڅو د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ د ځمکني ټرانسپورټ درې‌اړخیزه دهلېز رامنځته شي. د دې هوکړې له مخې، ښايي د ایران او تاجکستان سوداګریز توکي د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته ټرانزیټ او ولېږدول شي.

نیټه: 2026-07-16


د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل!

خبرداری
د اعتبار موده د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۲۶ نېټې پورې

په لاندې ولايتونو کې نسبتاً تیز باران ، تالنده برېښنا او تېزو بادونو خاورو او دوړو پېښېدو اټکل:
به نورستان، کونړ، لغمان او خوست ولایتونو کې چې د باران کچه په بېلابېلو سيمو کې له (۱۰) څخه تر (۲۰) ملي متره پورې اټکل کېږي.
همدارنگه په سویل ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو خاورو او دوړو پیښیدو اټکل شته چې د سرعت کچه یې په بېلا بېلو سیمو کې (۵۰) څخه تر (۸۰) کیلو متره په ساعت کې اټکل کېږي.


هشدار!
مدت اعتبار : ۲۶ سرطان سال ۱۴۰۵ خورشیدی

احتمال وقوع باران نسبتاً شدید رعد و برق و بادهای شدید همراه با گرد و خاک در ولایات ذیل پیش بینی میگردد:
در ولایت های نورستان، کنر، لغمان و خوست که مقدار باران در نقاط مختلف بین (۱۰) الى (۲۰) ملی متر پیش بینی میگردد.
همچنان در ولایتهای جنوب شرقی و غربی احتمال وقوع بادهای شدید همراه با گرد و خاک وجود دارد که سرعت آن در نقاط مختلف بین (۵۰) الی (۸۰) کیلو متر در ساعت پیش بینی میگردد.


WARNING!
Validity time: 17 July 2026

Possibility of Relatively Heavy Rain, Thunderstorms and Strong Winds with Blowing Dust for the following provinces:
Nuristan, Kunar, Laghman and khost Provinces the amount of rainfall is between (10 to 20) mm in different area.
In the Southeastern and Western Province's possibility of Strong Winds with Blowing Dust the amount of Wind speed will be between (50 to 80) Km/h in different area.

نیټه: 2026-07-16


نیمروز ولایت کې ۸۰۰ موټر چلوونکو ته د روغتیا کارتونه وېشل شوي

د نیمروز ولایت واټ ترانسپورټ تنظیم ریاست له لوري په روان کال کې شاوخوا ۸۰۰ موټرچلوونکو ته د روغتیا کارتونه وېشل شوي او دا لړۍ په نورمال ډول دوام لري. یاد کارتونه له بشپړې روغتیایي کتنې وروسته موټرچلوونکو ته ورکول کیږي، تر څو د هغوی د فزیکي او ذهني روغتیا بشپړ تضمین وشي.

نیټه: 2026-07-13


په روان کال کې د څه باندې ۴۳ زره موټرو تخنيکي ارزونه شوې

د تخنیکي خدمتونو او خوندیوتوب ریاست لخوا د ټرانسپورټي وسایطو معیاري کولو او ټرانسپورټي اسنادو وېش په موخه، په روان ۱۴۰۵ لمریز کال کې تر دې مهاله د ۲۳ زره،۵۰ موټرو تخنیکي ارزونه شوې ده همدا ډول په یاده موده کې څه باندې۲۰ زره وسایط په ټرانسپورټي هډو او ترمینلونو کې له سفر کولو وړاندې د تخنیکي کنټرول پروسې په ترڅ کې ارزول شوي دي. د موټرو تخنیکي ارزونه او تخنیکي کنټرول د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت یوه دوامداره پروسه ده چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې په منظم ډول ترسره کېږي.

نیټه: 2026-07-13