خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل.

خبرداری  
د اعتبار موده د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي ۲ نېټې پورې

په لاندې ولايتونو کې د تېز باران تالنده برېښنا تېزو بادونو خاورو دوړو او سېلابونو پېښېدو اتکل
په بدخشان، تخار، بغلان، پروان،  پنجشیر، نورستان، کونړ، میدان وردگ، ننگرهار، کابل، خوست، کندوز، سمنگان، بامیان، سرپل، بلخ، جوزجان، بادغيس او فاریاب ولايتونو کې چې د باران کچه په بېلابېلو سيمو کې له (۱۰) څخه تر (۳۰) ملي متره پورې اټکل كېږي.
همدارنگه په شمالي لوېديځو سوېل لوېديځو سوېلي سوېل ختيځو او مرکزي ولايتونو کې د تېزو بادونو خاورو او دوړو پېښېدو ایکل شته چې د سرعت کچه يې په بېلا بېلو سيمو کې (۵۰) څخه تر (۱۱۰) کیلو متره په ساعت کې اټکل کېږي.


هشدار  
مدت اعتبار : ۲ جوزا سال ۱۴۰۵ خورشیدی

احتمال وقوع باران شدید رعد و برق بادهای شدید همراه با گرد و خاک و سیلابهای آنی در ولایات ذیل پیش بینی میگردد
در ولایت های بدخشان، تخار، بغلان، پروان، پنجشیر، نورستان ،کنر، میدان وردگ، ننگرهار، کابل، خوست، کندوز، سمنگان، بامیان، سرپل، بلخ، جوزجان، بادغیس و فاریاب که مقدار باران در نقاط مختلف بین (۱۰) الى (۳۰) ملی متر پیش بینی میگردد.
همچنان در ولایتهای شمالی غربی جنوب غربی جنوبی جنوب شرقی و مرکزی احتمال وقوع بادهای شدید همراه با گرد و خاک وجود دارد که سرعت آن در نقاط مختلف بين (۵۰) الى (۱۱۰) کیلو متر در ساعت پیش بینی میگردد.


WARNING 
Validity time: 23 May 2026

Possibility of Heavy Rain, Thunderstorm, Strong Winds With Blowing Dust and Flash Floods for the following provinces:
Badakhshan, Takhar, Baghlan, Parwan, Panjshir, Nuristan, Kunar, Maydan Wardak, Nangarhar, Kabul, Khost, Kunduz, Samangan, Bamyan, Sari Pul, Balkh, Jawzjan, Badghis, and Faryab Provinces the amount of rainfall is between (10 up to 30) mm in different area.
In the Northern, Western, Southwestern, Southern, Southeastern and Central Provinces possibility of Strong Winds with Blowing Dust the amount of Wind speed will be between (50 up to 110) Km/h in different area.

نیټه: 2026-05-22


د اونۍ لنډ خبرونه

د واټ ټرانسپورت معین الحاج ملا عبدالسلام حیدري د هېواد شمالي ولايتونو ته د سفر پر مهال د مسافر وړونکو او باروړونکو ترمینلونو، هډو ، د جي پي ابس الو د نصب بهیر تخنيکي خدمتونو او د ټرانسپورټي چارو له روان وضعیت څخه لیدنه او څارنه وکړه.

-
ریاست تنظیم ترانسپورت عامه شهری در ادامه برنامه اصلاح هده ها ۲۰۲ عراده واسطه متخلف را در ایستگاه ده افغانان و بخشهای دیگر شهر کابل متوقف ساخت.

-
تېره ورځ د کابل نړیوال هوایي ډگر څخه د وروستۍ الوتني په ترسره کېدو د حج کونکو د لېږد لړۍ پای ته ورسیده او د هېواد له هوايي ډگرونو څخه څه باندې ۳۰ زره حج کوونکي سعودي عربستان ته په خوندي ډول ولېږدول شول

-
کار اعمار دیوار احاطه میدان هوایی میمنه ولایت فاریاب به ارزش حدود سه میلیون افغانی ۳۵ درصد پیشرفت داشته و به سرعت ادامه دارد.

-
د ننگرهار ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست د ټرانسپورتي خدمتونو د ښه والي د مسافرو خوندي لېږد او د اصولو د پلي کېدو په موخه په تورخم او جلال آباد کی له ټرانسپورټي چارو څارنه او د شرکتونو له استازو سره ناستې ترسره کړې.

-
در جریان سه ماه گذشته بیش از ۲۲ هزار واسطه ترانسپورتی در ولایتهای مختلف کشور تحت بررسی تخنیکی قرار گرفته و تنها در کابل فعالیت ۷۲۲ واسطه به دلیل مشکلات تخنیکی متوقف شده است.

نیټه: 2026-05-21


د اونۍ خبرونه

ټرانسپورټي فعالیتونه ورځ تر بلې د ښه کېدو په لور دي:
د واټ ټرانسپورټ معین الحاج ملا عبدالسلام حیدري او ورسره مل پلاوي بغلان، کندوز، بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو هډو او ترمینلونو کې د ټرانسپورټي چارو  فعالیت، د جي پي اېس الې د نصبولو پروسې، د ټرانسپورټي وسایطو د تخنیکي ارزونې او یو شمېر نورو ټرانسپورټي فعالیتونو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
 د یادې څارنې په ترڅ کې د جي پي اېس الې د نصبولو پروسې پرچټکتیا، د ټرانسپورټي وسایطو د تخنیکي ارزونې او ټرانسپورټي اصولو او طرزالعملونو پلي کولو په اړه لازمې سپارښتنې او ټینګار وشو.
///////////
د مسافروړونکو ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره ناستې وشوې.
په ننګرهار او نیمروز ولایتونو کې د مسافروړونکو ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره، د ټرانسپورټي شرکتونو د طرزالعمل او ټرانسپورټي اصولو پلي کولو په اړه ناستې وشوې. په دغه ناسته کې د ټرانسپورټي چارو لا ښه والي، د مسافرو خوندي لېږد رالېږد او معیاري ټرانسپورټي خدمتونو وړاندې کولو په تړاو ګډونوالو ته لارښوونې او ټینګار وشو.
////////////
 نیمروز کې د تیرپارکونو جوړولو له روانو چارو څارنه وشوه
د نیمروز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس ملا محمد اقبال کلیم الله د یاد ولایت چخانسور ولسوالۍ، دوراهي او یاد ولایت مرکز چیګیني سیمو کې، د تیر پارکونو جوړولو، له روانو چارو څارنه وکړه. په دغه څارنه کې د پروژو کاري پرمختګ او د ترسره شویو فعالیتونو کیفیت وارزول شو.
د چخانسور ولسوالۍ تیرپارک ۲۰ میلیونه افغانۍ او د چیګیني تیرپارک ۳۴ میلیونه، ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت لري چې چارې یې  نږدې ۱۵سلنه پرمخ تللې دي.
///////////////
په تېرو درېیو میاشتو کې د څه باندې ۴۱ زره موټرو تخنیکي ارزونه شوې ده.
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ټرانسپورټي خدمتونو ښه والي او د معیاري ټرانسپورټ د تضمین په موخه، په تېرو درېیو حوت، حمل او ثور میاشتو کې د ۲۲زره، ۳۵۰ لېږدوونکي وسایط چې ټکسي، لارۍ او بس پکې شاملې دي، د ټرانسپورټي اسنادو وېش په موخه یې تخنیکي ارزونه ترسره شوې ده.
همدا ډول ياده موده کې، په ټرانسپورټي هډو او ترمینلونو کې له سفر کولو وړاندې د موټرو تخنیکي کنټرو پروسې په ترڅ کې ۱۹ زره، ۲۰۳ موټرو تخنیکي کنټرول ترسره شوی چې په ترڅ کې یې د ۷۲۲ لېږدوونکو وسایطو فعالیت د تخنیکي ستونزو له امله ځنډول شوی او د یو زره، ۲۸ موټرو تخنیکي اصلاح شوې ده.

///////////////

ننګرهار کې له ټرانسپورټي چارو څخه څارنه وشوه
د ننګرهار ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا د ټرانسپورټي خدمتونو کیفیت ارزونې او ټرانسپورټي چارو لا ښه تنظیم په موخه، د تورخم باروړونکي ترمینل، د مارکو بازار مسافروړونکي او باروړونکي ترمینل او د یاد مسیر کنټرولي بندرونو له ټرانسپورټي چارو څخه څارنه وشوه.
په دغه څارنه کې د رونډ نوبت ښه پلي کېدو، د مسافرو او توکو خوندي لېږد رالېږد او په ټوله کې هېوادوالو ته د غوره ټرانسپورټي خدمتونو او سهولتونو برابرولو په برخه کې اړوند کار کوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
///////////////
د ارغندۍ مسافروړونکي ترمینل د جوړولو چارې شاوخوا ۴۰ سنله پرمخ تللې دي
د کابل ولایت، پغمان ولسوالۍ ارغندۍ سیمه کې د مسافروړونکي ترمینل د جوړلو چارې د پلان سره سمې د پرمختګ په حال کې دي، همدا مهال د یادې پروژې په اساسي ترمینل، سړکونو، جومات، چاپېرېدونکي دېوال او ځینو نورو اساسي برخو باندې کار روان دی چې په ټوله کې د پروژې چارې شاوخوا ۴۰ سنله پرمخ تللې دي.

ویډیو ⬇️

ټرانسپورټي فعالیتونه ورځ تر بلې د ښه کېدو په لور دي

نیټه: 2026-05-21


سعودي عربستان ته د څه باندې ۳۰ زره افغان حج کوونکو لېږد بشپړ شو

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت اړوند څلورو نړیوالو هوايي ډگرونو څخه، څه باندې ۳۰ زره افغان حج کوونکي سعودي عربستان ته، په بریالیتوب سره ولېږدول شول، چې وروستۍ الوتنه تېره ورځ (چهارشنبه) له کابل نړیوال هوایي ډگر څخه ترسره شوه. 

نیټه: 2026-05-21