خبرونه

په تېره یوه اونۍ کې په څه کم ۸۰۰ موټرو کې د جي پي اېس الې نصب شوې دي

د تخنیکي خدمتونو او خوندیتوب ریاست لخوا د تېرې یوې اونۍ په جریان کې په ۷۶۳ ټرانسپورټي موټرو کې د جي‌پي‌ایس الې نصب شوې دي. د یادولو وړده چې تر دې دمه، په ټول هېواد کې شاوخوا ۴۵ زره مسافروړونکو او باروړونکو موټرو کې د جي پي اېس الې نصب شوې دي او دا لړۍ په منظم ډول دوام لري. 

نیټه: 2026-06-15


د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل.

خبرداری
د اعتبار موده د ۱۴۰۵ کال د غبرګولې ۲۴ نېټې پورې

په لاندې ولايتونو د تېزو بادونو خاورو او دوړو پېښېدو اټکل
په مرکزي او سوېل ختيځو ولایتونو کې د تېزو بادونو خاورو او دوړو پیښید و اټکل شته چې د سرعت کچه يې په بېلا بېلو سيمو کې له (۵۰) څخه تر (۸۵) کیلومتره په ساعت کی اټکل کېږي.


هشدار
مدت اعتبار : ۲۴ جوزا سال ۱۴۰۵ خورشیدی

احتمال وقوع بادهای شدید همراه با گرد و خاک در ولایات ذیل پیش بینی میگردد
در ولایتهای مرکزی و جنوب شرقی احتمال وقوع بادهای شدید همراه با گرد و خاک وجود دارد که سرعت آن در نقاط مختلف بین (۵۰ الی ۸۵) کیلومتر در ساعت پیش بینی میگردد.


WARNING 
Validity time: 14 June 2026

Possibility of Strong winds with Blowing Dust for the following provinces:
In the Central and Southeastem Provinces possibility of Strong winds with Blowing Dust the amount of wind speed will be between (50 up to 85) Km/h in different area.

نیټه: 2026-06-14


د اونۍ لنډ خبرونه

۱. د نیمروز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس ملا محمد اقبال کلیم الله او ورسره مل پلاوي د ورېښمو پل ساحه کې د ایران سیستان او بلوچستان ولایت له ټرانسپورټي استازو سره د ټرانسپورټي او ټرانزيټي اړيکو د پراختیا په اړه لیدنه وکړه.

--
۲. پروژه دیوار احاطوی میدان هوایی قلعه نو ولایت بادغیس به ارزش نزدیک به یک میلیون افغانی تکمیل و به بهره برداری سپرده شد.

--
۳. د نیمروز ولایت مسافر وړونکي ترمینل کې د موټرو تخنيکي ليدنه وشوه او موټر چلوونکو ته د خوندي سفر، د لوړ سرعت کنټرول او د غير معياري څراغونو او څوکیو د نه کارونې سپارښتنې وشوې.

--
۴. برای مسافران ولایتهای پروان کاپیسا و پنجشیر در ساحه کوتل خیرخانه شهر کابل یک ترمینل جدید مسافربری ایجاد شد.

--
۵. د ننگرهار ولایت جلال آباد - کابل مسافروړونکي ترمینل کې د ټرانسپورټي خدماتو د کرایې لایحې او د ټرانسپورټي شرکتونو د فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه.

--
۶. با نمایندگان شرکتهای نصب دستگاههای جی پی اس به منظور تسریع این روند و حل مشکلات تخنیکی نشست برگزار شد.

--
۷. د لغمان ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا د ټاکل شوې کرایې لايحې د پلي کېدو په موخه د مسافروړونکو موټرو له کرایو څارنه وشوه.

نیټه: 2026-06-11


د اونۍ راپور

د کابل ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم لوی ریاست لخوا د ټرانسپورټي اسانتیاوو د پراختیا او ښاري نظم د ټینګښت په موخه، د #پروان، #کاپیسا، #پنجشېر او د یادو ولایتونو د نورو مسیرونو مسافرو لپاره د کابل ښار خیرخانې کوتل سیمه کې نوی مسافروړونکی ترمینل پرانیستل شو.
له دې وروسته به د یادو ولایتونو د مرکز او ولسوالیو مسافر وکولای شي د لا ښه ټرانسپورټي نظم او اسانتیاوو په شتون کې له یاد ترمینل څخه تګ راتګ وکړي.
/////////////
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د هېواد په ټولو هوايي ډګرونو کې د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه بېلابېلې بنسټیزې او تاسیساتي پروژې تر کار لاندې دي، چې یوه هم له دغو پروژو څخه د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌آباد هوايي ډګر پروژه ده.
دا مهال د یاد هوايي ډګر د چاپېردونکي دېوال او امنیتي برجونو د جوړولو پروژه، چې ۲۶ میلیونه افغانۍ لګښت لري چارې یې شاوخوا ۴۰ سلنه کاري پرمختګ لري.
یاده پروژه د فیض‌آباد هوايي ډګر د امنیت او خوندیتوب د کچې لوړولو په برخه کې مهمه بنسټیزه پروژه ګنل کېږي چې د هوايي ډګر د تاسیساتو، تجهیزاتو او زیربناوو په ساتنه کې به اغېزناک رول ولري.
///////////////
د #نیمروز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا د ټرانسپورټي خدماتو معیاري کېدو او د مسافرو خوندي سفر په موخه د یاد ولایت مسافروړونکي ترمینل کې له سفر کولو وړاندې د موټرو د تخنیکي کنټرول پروسه ترسره شوه.
په یاده پروسه کې د مسافروړونکو موټرو تخنیکي وضعیت وارزول شو او د خوندي تګ راتګ په موخه د موټرو د لوړ سرعت کنټرول، د اضافي او غیرمعیاري څوکیو د لرې کولو او همداډول د لایزري او غیرمعیاري څراغونو د نه کارونې په اړه موټرچلوونکو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
///////////////
د ننګرهارولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا د چارو لا ښه تنظیم او ټرانسپورټي خدماتو کیفیت لوړولوپه موخه د #جلال_اباد – کابل مسافروړونکي ترمینل کې له ټرانسپورټي چارو څخه د څارنې پر مهال د ټرانسپورټي شرکتونو له فعالیت، خدماتو او د کرایې لایحې پلي کولو څخه ارزونه وشوه.
همدا ډول په یاده څارنه کې د لایزري څراغونو لرې کولو، د مسافرو خوندي لېږد او ټرانسپورټي اصولو پلي کولو په اړه موټرچلوونکو ته د عامه پوهاوي په موخه لازمې لارښوونې او سپاښتنې وشوې.
///////////////
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له خوا د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت  د #بادغیس ولایت قلعه‌نو هوايي ډګر د ۳۶۰ مترو په اوږدوالي د چاپېرېدونکي فینس دېوال پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده پروژه  چې د هوايي ډګر د امنیت او ساتنې د پیاوړتیا په موخه پلې شوې تمه ده، د هوايي ډګر تاسیساتو او زیربناوو په خوندي ساتنه کې به مهم رول ولوبوي.

ویډیو ⬇️

د ټرانسپورت او هوایی چلند وزارت

نیټه: 2026-06-11