خبرونه
کندهار ولایت تخت پل ولسوالۍ کې د تیرپارک جوړولو پروژې کاري پرمختګ
کندهار ولایت #تخت_پل ولسوالی کې د تیرپارک پروژه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د کندهار ولایت تخت پل ولسوالۍ کې د څه کم ۲۴ میلیونو افغانیو په ارزښنت د تیرپارک جوړولو چارو په چټکۍ سره روانې دي
یاده پروژه چې اداري ودانۍ، د ۴ زره مترو په اوږد والي چاپېرېدونکی دېوال او د اوبو رسولو سیستم پکې شامل دي په ۵۰۰ جرېبه ځمکه کې پلي کېږي.
د ټاکل شوي پلان سره سم، د کیفیت په نظر کې نیولو سره د پروژې له روانو چارو دوامداره څارنه ترسره کېږي او هڅه کې کېږي چې چارې یې پر وخت بشپړې شي.
د یادولو وړ ده چې په تخت پل ولسوالۍ سربېره ، د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې هم د تېرپارک جوړولو پروژه تر کار لاندې او د پلي کېدو په حال ده، د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د باروړونکو موټرو منظم فعالیت او د ټرانسپورټي خدماتو او سهولتونو پراختیا تامین شي.
ویډیو 👇
کندهار ولایت تخت پل ولسوالۍ کې د تیرپارک جوړولو پروژې کاري پرمختګ - YouTube
نیټه: 2026-04-15
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل.
خبرداری
د اعتبار موده د ۱۴۰۵ کال د وري ۲۷ نېټې پورې
په لاندې ولايتونو کې د تېز باران تالنده برېښنا تیزو بادونو خاورو او دوړو او سېلابونو پېښېدو اټکل
په نورستان ،کنړ، ننگرهار، لوگر ،پکتیا، خوست، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، میدان وردگ، بغلان، سمنگان، بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، سرپل ،غور، بامیان او دايکنډي ولایتونو کې چې د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰) څخه تر (۳۰) ملي متره او پورې اټکل کېږي.
همدارنگه په مرکزي شمالي ختيځو او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو خاورو او دورو پیښیدو اټکل شته چې د سرعت کچه یې په بېلا بېلو سيمو کې (۵۰) څخه تر ۱۰۰ کیلو متره په ساعت کې اټکل کېږي.
هشدار
مدت اعتبار : ۲۷ حمل سال ۱۴۰۵ خورشیدی
احتمال وقوع باران شدید رعد و برق یادهای شدید همراه با گرد و خاک و سیلابهای آنی در ولایات ذیل پیش بینی میگردد
در ولایت های نورستان ،کنر، ننگرهار، لوگر ،پکتیا، خوست، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، میدان وردگ، بغلان، سمنگان، بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، سرپل ،غور، دایکندی و بامیان که مقدار باران در نقاط مختلف بین (۱۰) الی (۳۰) ملی متر پیش بینی میگردد.
همچنان در ولایتهای مرکزی شمالی شرقی و غربی احتمال وقوع بادهای شدید همراه با گرد و خاک وجود دارد که سرعت آن در نقاط مختلف بین (۵۰) الی (۱۰۰ کیلومتر در ساعت پیش بینی میگردد.
WARNING
Validity time: 16 April 2026
Possibility of Heavy Rain, Thunderstorm, Strong Winds with Blowing Dust and Flash Floods for the following provinces:
Nuristan, Kunar, Nangarhar, Logar, Paktya, khost, Laghman, Kapisa, Panjshir, Parwan, Maydan Wardak, Baghlan, Samangan, Badakshan, Takhar, Kunduz, Balkh, Sari pul, Ghor, Daykundi and Bamyan Provinces the amount of rainfall is between (10 to 30) mm in different area.
In the Central, Northern, Eastern and Western Provinces possibility of Strong Winds with Blowing Dust the amount of Wind speed will be between (50 to 100) Km/h in different area.
نیټه: 2026-04-15
کندهار، دامان ولسوالي د باروړونکي ترمینل جوړولو چارې د پرمختگ په حال کې دي
د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ کې د څه باندې ۵۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د باروړونکي ترمینل د لومړي فاز ( چاپېرېدونکي دېوال د جوړولو او د ترمینل د ساحوي برخې د هوارونې چارې د پرمختګ په حال کې دي. یاده پروژه چې ۵۸۲ جرېبه ځمکه کې جوړیږي چارې به یې د دریو کلونو په موده کې بشپړې شي.
نیټه: 2026-04-14
دامان ولسوالۍ کې د مسافر وړونکي ترمینل پروژه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د کندهار، دامان ولسوالۍ کې د عصري ترمینل جوړولو پروژه.
گام په گام د پرمختللي ټرانسپورټ پر لور!
ویډیو👇
د کندهار، دامان ولسوالۍ کې د عصري ترمینل جوړولو پروژه. گام په گام د پرمختللي ټرانسپورټ پر لور!
نیټه: 2026-04-14