خبرونه
کابل نړیوال هوايي ډګر کې د مسافرو لپاره د نوي تم ځای جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ لري
کابل نړیوال هوايی ډګر کې د مسافرو لپاره د نوي تمځای جوړولو چارې د پلان سره سمې د پرمختګ په حال کې دي، یاده پروژه چې څه باندې ۳۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت لري د هوايي ډګر د خدماتو ښه والي او د مسافرو لپاره د اسانتیاوو او خوندي چاپېریال برابرېدو په برخه کې مهمه پروژه بلل کېږي.
نیټه: 2026-05-05
په هلمند ولایت کې د کرايې کنټرول ترسره شو
د هلمند ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا د لښکرګاه ښار کنټرولي بندر کې د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو د کرایې لایحې څخه څارنه وشوه، په دغه څارنه کې موټرچلوونکو ته د موټرو لایزري او غیر معیاري څراغونو لرې کولو، د ټاکل شوې کرایې لایحې او ټرانسپورټي اصولو پلي کولو په تړاو لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
نیټه: 2026-05-05
په تېرو لسو ورځو کې د څه کم څلور زره موټرو تخنیکي ارزونه شوې
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د بېلا بېلو ولایتونو، په ټرانسپورټي هډو او ترمینلونو کې د خوندي سفر او ټرانسپورټي وسایطو معیاري کولو په موخه، پرلپسې ډول د موټرو تخنیکي ارزونه ترسره کېږي چې په تېرو لسو ورځو کې د ۳ زره، ۶۳۳ مسافروړونکو او باروړونکو موټرو تخنیکي ارزونه ترسره شوې. د موټرو تخنیکي ارزونه، نه یوازې د مسافرو د ژوند خوندیتوب تضمینوي، بلکې د وسایطو د تخنیکي ستونزو په مخنیوي، د ټرانسپورټي خدماتو کیفیت لوړولو او معیاري ټرانسپورټي سیستم د رامنځته کېدو په برخه کې مهم رول او هم بنسټیز ارزښت لري.
نیټه: 2026-05-04
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل.
خبرداری
اعتبار موده د ۱۴۰۵ کال د غويي ۱۳ نېټې څخه تر ۱۴ نېټې پورې
په لاندې ولايتونو کې د باران او تالنده برېښنا پېښېدو اټکل
په میدان وردگ، نورستان، کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې چې د باران کچه په بېلابېلو سيمو کې له (۱۰) څخه تر (۲۰) ملي متره پورې اټکل کېږي.
هشدار
مدت اعتبار : ۱۳ الی ۱۴ ثور سال ۱۴۰۵ خورشیدی
احتمال وقوع باران رعد و برق در ولایات ذیل پیش بینی میگردد
در ولایت های میدان وردگ ،نورستان ،کنر، خوست و پکتیکا که مقدار باران در نقاط مختلف بین (۱۰ الی ۲۰) ملی متر پیش بینی میگردد.
WARNING!
Validity time:03 to 04 May 2026
Possibility of Rain and Thunderstorm for the following provinces:
Maydan Wardak, Nuristan, Kunar, Khost and Paktika Provinces the amount of rainfall is between (10 up to 20) mm in different area.
نیټه: 2026-05-03