خبرونه
د اسنادو وېش او احصائيې برخې کارکوونکو ته ښوونیز سمینار پیل شو
د کارکوونکو مسلکي او کاري مهارتونو لوړولو په موخه د وزارت دوهمي واحدونو اړوند د اسنادو وېش او احصائیې برخې کارکوونکو ته د ټرانسپورټي احصائیې راټولولو، توحید او ټرانسپورټي اسنادو وېش په اړه پنځه ورځنی ښوونیز سمینار پیل شو. چې د یادو موضوعاتو په اړه به ګډونوالو ته په نظري او عملي ډول زده کړې ورکړل شي.
نیټه: 2026-02-01
ټرانسپورټي خدماتو ته د هیوادوالو لاسرسی
د پکتیکا ولایت ځمکني ټرانسپورټ ریاست لخوا د یاد ولایت اورګون ولسوالۍ کې د ټرانسپورټي خدماتو او سهولتونو برابرولو په موخه د اورګون- ښرنې او غزني مسیر موټرو د ټرانسپورټي هډې فعالیت پیل شو. اورګون ولسوالۍ کې د نوې ټرانسپورټي هډې فعالیت به د یاد ولایت ټرانسپورټي خدماتو لاتنظیم اسانتیا او پراختیا سبب شي او د سیمې اوسېدونکو لپاره به د خوندي او اسانه تګ راتګ اړتیاوې په ښه ډول پوره کړي.
نیټه: 2026-01-29
د اروزگان ولایت مسافر وړونکي ترمینل پروژې چارې ۳۰ سلنه پر مخ تللې دي
د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د څه باندې ۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت، د مسافروړونکي ترمینل جوړولو چارې روانې دي. یاد ترمینل چې د ټولو اړتیاوو او سهولتونو په نظر کې نیولو سره، په عصري توګه جوړېږي دا مهال یې چارې نېږدې ۳۰ سلنه پرمخ تللې دي. د یادولو وړ ده چې دغه پروژه په یاد ولایت کې د یو پرمختللي او منظم ټرانسپورټي سیستم رامنځته کولو او د ټرانسپورتي خدماتو معیاري کېدو روښانه راتلونکی بللی شو.
نیټه: 2026-01-29
د اونۍ لنډ خبرونه
د اونۍ لنډ خبرونه
نیټه: 2026-01-29