خبرونه

د موټر چلوونکو ستونزو او غوښتنو پر وخت حل کېدو ټینگار وشو

د کابل ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم لوى رئیس الحاج مولوي عبدالغفار فاروق، ده‌سبز ولسوالۍ باروړونکو موټرو بین‌الولایتي ترمینل له ټرانسپورټي چارو څخه لیدنه وکړه. په دغه لیدنه کې د موټرچلوونکو د ستونزو او غوښتنو پر وخت حل او د خدماتو لاښه والي په موخه کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.

نیټه: 2026-01-26


د پروژو پلي کېدو پر کیفیت ټینگار

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پروژو مدیریت رئیس انجنیر بختیار اختیاري د تخنیکي ټیم په ملتیا د کندهار ولایت باغ پل په سیمه کې د مسافروړونکي ترمینل د جوړېدو له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه. نوموړي د پروژې د چارو پر چټکتیا او په ځانګړي ډول د کار لوړ کیفیت پر رعایت ټینګار وکړ. د باغ پل مسافروړونکی ترمینل، چې د نیمروز، هلمند، فراه او هرات ولایتونو د موټرو د تګ راتګ لپاره جوړېږي، شاوخوا ۱۶۷ میلیونه افغانۍ لگښت پرې راځي، چې دا مهال يې چارې نږدې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي.

نیټه: 2026-01-26


زرنج هوايي ډگر کې د هواپېژندنې نوې دستگاه

د نیمروز ولایت په هوایي ډګر کې د هوا پېژندنې نوې دستګاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
راپور:👇

https://www.youtube.com/watch?v=A4rq2ldLfmc

نیټه: 2026-01-25


د ټرانسپورټي وسایطو د اسنادو طرزالعمل په اړه ښوونیز سمینار وړاندې شو

د ننګرهار ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست کارکوونکو ته د ټرانسپورټي چارو لا تنظیم، د اصولو پلي کولو او د کارونو شفافیت په موخه د ټرانسپورټي وسایطو د اسنادو طرزالعمل په اړه ښوونیز سمینار وړاندې شو. 

نیټه: 2026-01-25